مهمند ايجنسئ کښي د اختر ورځي نه شروع شوي امن کرکټ ټورنمنټ سرته رسيدلي دے۔ تيره ورځ د سرحدي ديهات خويزو اټا کرکټ ګراؤنډ باندي شوي فائنل کښي فضل الرحمن ټيم وړومبي بيټنګ کولو سره مقرره اته اوورونو کښي د شپږ لوبغاړو په تاوان درے نوي رنزونه جوړ کړل۔ جواب کښي د عمران اليون ټول ټيم دوه کم اتيا رنزونو باندي آؤټ شو۔ دا ټورنمنټ مقامي خلقو په خپل مرسته تابيا کړے وو چي پکښي د سيمي څلويښت ټيمونو برخه اغستي وه ۔ آرګنائزر مدثر او مظهر ګټونکي ټيم ته شل زره روپئ انعام هم ورکړو۔ فائنل ميچ کتلو لپاره ګنړ شميرخلق ګراؤنډ ته راغلي وو او خوندونه ئي تري واغستل
Articles by "Pushto News"
Showing posts with label Pushto News. Show all posts
مهمند ايجنسئ کښي د اختر ورځي نه شروع شوي امن کرکټ ټورنمنټ سرته رسيدلي دے۔ تيره ورځ د سرحدي ديهات خويزو اټا کرکټ ګراؤنډ باندي شوي فائنل کښي فضل الرحمن ټيم وړومبي بيټنګ کولو سره مقرره اته اوورونو کښي د شپږ لوبغاړو په تاوان درے نوي رنزونه جوړ کړل۔ جواب کښي د عمران اليون ټول ټيم دوه کم اتيا رنزونو باندي آؤټ شو۔ دا ټورنمنټ مقامي خلقو په خپل مرسته تابيا کړے وو چي پکښي د سيمي څلويښت ټيمونو برخه اغستي وه ۔ آرګنائزر مدثر او مظهر ګټونکي ټيم ته شل زره روپئ انعام هم ورکړو۔ فائنل ميچ کتلو لپاره ګنړ شميرخلق ګراؤنډ ته راغلي وو او خوندونه ئي تري واغستل
مومند ایجنسۍ کښې علاقائي زمه وارې لاندې د اتمان خیل قبیلې مراعات بند
مهمند ايجنسئ کښي انتظاميي علاقائي ذمه وارئ لاندي د تحصيل انباراتمان خيل قبيلي مراعات بند کړي دي۔ د لوئرمهمند ايجنسئ اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ نويد اکبروينا ده چي په يکم ستمبرشاتي مينه سيمه کښي يوه دهماکه شوي وه چي پکښي د پلار او ځوي پشمول دري کسان مړه او دوه زخمي شوي وو او دغه شان تاج درئ سيمه کښي هم يوميزائل حمله او بمي چاؤدنه کښي پنځه کسان ژوبل شوي وو دکومي له وجي ئي چي د علاقائي ذمه وارئ لاندي داتمان خيل قبيلي مشرانو مراعات بند کړي دي او څو پوري چي دغه چاؤدنو کښي ککړتنان دوي ته په حواله کړے شوي نه وي ددي قبيلي مراعات به بند وي۔

د پاکستان ملي امنيت شورا افغانستان او د سویلي اسیا لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ستراتيژۍ کې پر پاکستان لگېدلي تورونه په کلکه رد کړي او وايي له پاکستانه د قربانۍ پسه جوړولو سره افغانستان کې هېڅکله سوله نه شي راتلای.
د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په مشرۍ د ملي امنيت شورا غونډه شاوخوا پنځه ساعته روانه وه چې جګپوړو ملکي او پوځي چارواکو په کې ګډون کړی و.
د غونډې گډونوالو ويلي، د افغانستان شخړه د جګړې له لارې نه، بلکې د خبرو اترو له لارې هوارېدلی شي.
په ياده غونډه کې پاکستان یو ځل بیا تور پورې کړی، چې یو شمېر پاکستان ضد وسلوالې ډلې د افغانستان په ختیځو سیمو کې پټنځایونه لري او غوښتنه يې کړې، چې هلته باید پوځي عملیات ترسره شي..
د افغانستان لپاره د امریکا په نوې ستراتيژۍ کې پاکستان د یوه داسې هېواد په نامه یاد شوی، چې په کې اورپکي پتنځايونه لري او له دې ځایه په افغانستان کې بهرني او افغان ځواکونه په نښه کوي.
په دې ستراتيژۍ کې له پاکستانه غوښتل شوي چې په خپله خاوره کې دې د اورپکو ډلو پر ضد ګام پورته کړي.
د پاکستان د ملي امنیت شورا غونډې په پای کې ویل شوي پاکستان تل له امریکا او افغان دولت سره په ګډه کار کړى چې په افغانستان کې د خبرو له لارې ټيکاو رامنځته شي او په دې باوري دی، چې د افغانستان د شخړې حل یوازې د خبرو له لارې شونی دی.
اعلامیه زیاتوي، جګړې هلته يوازې ویجاړی کړی او په زرګونو کسان يې وژلي دي.
د پاکستان ملي امنيت شورا د ولسمشر ټرمپ هغه خبره هم رد کړې چې ویلي و، له پاکستان سره يې د میلیاردونو ډالرو مرسته د ترهګرۍ ضد جګړې لپاره کړې.
یوې خپرې شوې خبر پاڼه کې راغلي، هغه مرسته نه وه، بلکې له ۲۰۰۱ عیسوي کال راهیسې يې امریکا ته د ترهګرۍ ضد جګړه کې د خپلې خاورې او هوايي حریم کارولو اجازه ورکړې وه او دغه پيسې ورته د دغې کړنې په بدل کې ورکړل شوې دي.
دا شورا وايي، پاکستان پر خپله خاوره د هر ډول وسلوالو ډلو ضد عمليات کړي او د خپلې خاورې ډېره برخه يې له دې وسلوالو پاکه کړې، چې په خبره يې په دغه هېواد کې د امنيت ښه کېدل يې ښه ثبوت دی.
د پاکستان د ملي امنيت شورا په غونډه کې د هند پر رول هم نیوکه شوې، چې د دوی په وینا په سیمه کې منفي رول لوبوي او تل يې تګلاره د پاکستان د ثبات ضد ده. خبرپاڼه زياتوي نو بیا هند څنگه کولاى شي چې په افغانستان او سیمه کې د سولې لپاره کار وکړي؟
Subscribe to:
Posts (Atom)